
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا
د دوامدارې سولې او د اسلامي ملي فرهنګ او اصولو په چوکاټ کې د مشروع نظام د ټینګېدو لپاره
د افغانستان د ملي همغږۍ د احزابو او سیاسي بهیرونو اعلامیه
د لېندۍ ۱۸مه
د هېواد د روانو شرایطو د ژورې اندېښنې او بشپړې پوهې پر بنسټ، او د دې لپاره چې هېواد د اوسنیو ناخوالو څخه وباسو او دایمي سولې، د خلکو بنسټیزو حقونو او ازادیو د بیا احیا او د یو مشروع، ځواب ورکوونکي او ولسي نظام د ټینګښت لور ته حرکت وکړو، لاندې لاسلیک کوونکي احزاب، بهیرونه او ملي ـ سیاسي شخصیتونه خپله ګډه طرحه، چې د صادقانه، ژمن او اوږدمهاله خبرو اترو محصول دی، د لاندې اصولو او موخو پر بنسټ اعلانوي:
لومړی، د روان بحران سیاسي حل د بینالافغاني خبرو او دوامدار توافق له لارې
- د افغانستان د بحران حل باید الزماً او ترجیحاً د ټولګډو او فراگیر بینالافغاني مذاکراتو له لارې تر سره شي.
- دا مذاکرات باید د ملګرو ملتونو، امنیت شورا، سیمهییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ملاتړ او اسانتیاوو ژر تر ژره پیل شي.د مذاکراتو بهیر باید یوه الزاممنونکي سیاسي هوکړې ته ورسېږي؛ داسې هوکړې ته چې د سولې دوام، ملي پخلاینې او د مشروع نظام د ټینګښت تضمین وکړي، او د یو ټاکلي مهالوېش لرونکې نقشې پر بنسټ د هېواد د پایدار اقتصادي ودې او ځانبساینې زمینه برابره کړي.
- د توافق د پلي کېدو ضمانت به د امنیت شورا، سیمهییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې پر غاړه وي، او د هر ډول حکومت د رسمیت پېژندلو بنسټیز شرط به د همدې توافق رعایت وي.
- سیاسي او مدني ځواکونه چې دا اعلامیه یې لاسلیک کړې، ځان د دې بهیر فعال ګډونوال بولي او ټینګار کوي چې په مذاکراتو کې د ښځو او ځوانانو هدفمند او مؤثر حضور په بشپړ ډول تضمین شي (او په راتلونکي حکومت کې د هغوی رول).
دویم، د ملي حاکمیت اعاده د مشروع ولسي نظام له لارې
د افغان ولس د حاکمیت د حق د بېرته راګرځولو لپاره، موږ لاندې موخې مهمې بولو:
- د سیاسي او مدني ځواکونو ګډ او همغږي هڅې د یو فراگیر بینالافغاني توافق په موخه، تر څو په ملي او سیمهییزو کچو ازاد، شفاف او عمومي انتخابات ترسره شي.
- د قانوني بهیرونو او ملي مشارکت له لارې د نوي اساسي قانون تدوین او تصویب، چې د خلکو بنسټیز حقوق او ازادۍ تضمین کړي او د نظام جوړښت د ولس د غوښتنو پر بنسټ وټاکي.
- د ازادۍ، استقلال، ملي حاکمیت، د ځمکنۍ بشپړتیا، ولسواکۍ او د قانون حاکمیت ساتنه؛ او د افغانستان د هغو کړکیچونو مخنیوی چې هېواد د پردیو په سیالۍ او لاسوهنې بدلوي.
- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال د ۲۷۲۱ شمیرې پرېکړهلیک د پلي کېدو ملاتړ او ددی سازمان د خپلواک ارزونې سپارښتنو ملاتړ.
درېیم، د بشري حقونو تأمین او د تبعیض پر ضد مبارزه
په اوسنیو شرایطو کې لاندې اقدامات باید ملي او نړیوال اولویت ولری:
- د ښځو او نجونو له زدهکړو، کار، سفر او ټولنیز ـ سیاسي مشارکت څخه د محرومیت سمدستي پای ته رسول.
- د پخواني حکومت د ملکي او نظامي کارکوونکو د نیولو او تعقیب مخنیوی، او د عادلانه محاکمو له چوکاټه بهر د هر ډول ځورونې بندول.
- د ملکیتونو د غصب او جبري بېځایه کولو مخنیوی، د دې جرمونو معافیت له منځه وړل، او د هغوی عدلي تعقیب په ملي او نړیوال کچه.
- د طبیعي سرچینو د بېنظارته پلور مخه نیول، او د قانوني ځواب ویلو پر بنسټ یې مدیریت.
- د بیان د ازادۍ او سیاسي ـ مدني فعالیتونو غیرقانوني محدودیتونه لرې کول، او د پراخو جبري مهاجرتونو د اصلي لاملونو ختمول.
څلورم، د بشري مرستو زیاتوالی او د هغې شفافیت او مؤثریت تضمین
- د سختو انساني شرایطو په نظر کې نیولو سره، موږ د ښځو د کار د محدودیتونو سمدستي لرې کېدو غوښتونکي یو، هم په دولتي ادارو کې او هم د مرستندویه مؤسسو په چوکاټ کې.
- همداراز له واکمنې ډلې غواړو چې ملي عواید او سرچینې د هېواد پر میلیونو بېوزلو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، د شفاف، مسؤلانه او د باور وړ میکانیزمونو له لارې ولګوي.
- د مرستهکوونکو هېوادونو له همبستګۍ او سخاوت څخه د مننې ترڅنګ، له هغوی غواړو چې د نړیوالو اصولو پر بنسټ د بشري مرستو د ناوړه استفادې د مخنیوي او د شفافیت او اغېزمنتیا د زیاتوالي لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړي.
- له هغو هېوادونو چې خپلې مرستې یې کمې کړې یا درولې دي، په ډېر احترام غوښتنه کوو چې د هېواد د ناورین موجوده وضعیت او خپلو اخلاقي او حقوقي مسؤلیتونو له مخې، دغه مرستې، د یوې بېطرفه کمېټې تر نظارت لاندې، بیا پیل کړي.
وروستۍ خبرې
موږ یو ځل بیا د طالبانو مشرانو ته، چې دا مهال په هېواد واکمن دي، یادونه کوو چې د افغان ولس برحق غوښتنو ته په مسؤلانه توګه ځواب ووایي: د ملي حاکمیت بېرته ولس ته سپارلو، د بحران د حل لپاره د بینالافغاني خبرو د لارې انتخاب، او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو ، پوره رعایت. که دا غوښتنې له پامه وغورځوي، دوی به د تاریخ له سختو پایلو سره مخ سی.
موږ د هېواد له ټولو سیاسي او مدني ځواکونو په صمیمانه توګه غواړو چې د فرصت د محدودیت په درک کولو سره د دې ملي همغږۍ له موخو ملاتړ وکړي او دې بهیر ته ورګډ شي.
همدارنګه له ګاونډیو، سیمې او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د ګډو ګټو پر بنسټ د افغان ولس له هغو برحقو غوښتنو ملاتړ وکړي چې په دې اعلامیه کې څرګند شوي دي.
له ملګرو ملتونو هم غواړو چې د افغانستان د سیاسي او مدني ټولنې د مشروع حق او د هېواد د برخلیک په ټاکنه کې د هغوی د حیاتي نقش په درک سره، د دې ډلې د ګډون لپاره د لازم فرصتونو او اسانتیاوو زمینه برابره کړي.
ومن الله التوفیق
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع
د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت
د افغانستان د مقاومت ملي جبهه


